ارګ وایي، د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ په کچه له ۱۵۰ څخه د ۱۳۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن شنبې د تلې ۷ مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده او ارګ په همدې ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ په کچه اول مقام خپل کړی دی.
په خبرپانه کې راغلي، چې د افغانستان حکومت به د پخوا په څېر د معلوماتو په وړاندې کولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون په تطبیقولو کې هراړخیزه همکاري کوي.
ارګ په دغه خبرپانه کې له همکارو بنسټونو هم غوښتي، چې د معلوماتو په وړاندې کولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون په تطبیقولو ورسره همکاري وکړي.
خبرپاڼه وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق باید په ټولنه کې د یو ارزښت او ټولیز فرهنګ په توګه ومنل شي.
باید و ویل شي، چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې په ۶۸ مقام کې ځای درلود.
جمهورخبري آژانس:کابل