سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان پوځ یوې چورلکې په پروان ولایت کې لوېدلې، چې له امله یې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د تلې ۷ مه د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ په مندي قول سیمه کې رامنځ ته شوې.
د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار وايي، د ملي اردو دغه چورلکې ته د ناستې په وخت کې تخنیکي ستونزه پیدا او تر چپه کېدو وروسته یې اور اخیستی دی.
نوموړې زیاته کړې، چې په پېښه کې ۸ پوځي کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دا چې څو مړه او څو ټپیان دي په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ د فراه ولایت په خاک صفا ولسوالۍ کې هم د پوځ یوه څرخکه لوېدلې وه، چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي او درې ټپیان شوي وو.
دفاع وزارت د پروان ولایت د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د فراه د خاک صفا پېښه یې تایید کړې ده.
جمهورخبري آژانس:پروان