۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

د افغانستان ستونزه د نظامي لارې حل نه لري

یکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۷
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرشي وايي، د افغانستان ستونزه د جګړې او پوځي لارې نه، بلکې له سیاسي لارې حل لري.
د افغانستان ستونزه د نظامي لارې حل نه لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرشي وايي، د افغانستان ستونزه د جګړې او پوځي لارې نه، بلکې له سیاسي لارې حل لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي ټینګار کړی، چې د روانې جګړ حل لار یواې د سولې خبرې او سیاسي جوړجاړی دی.

قریشي وايي، حکومت یې په افغانستان کې د سولې له پلانونو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاریو ته تیار دی.

نوموړي ویلي، چې په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره اقتصادي پراختیا او د دغه پدید پر وړاندې هر اړخیزې مبارزې ته اړتیا ده.

بل خوا قریشي هند تورن کړی، چې ګواکي د پاکستان په دېرو ښارونو کې بریدونه د هند په ملاتړ تر سره کېږي، خو هند دا خبرې رد کړې او وايي، پاکستان په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ملاتړ کوي او ترهګرو ډلو ته د پنا ورکولو تر څنګ د هغوی په تجهیز او تمویل کې هم رغند رول لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي