روسیې، سوریې ته د s-300 دفاعي سیسټم ورکول پیل کړي دي

8 میزان 1397 ساعت 8:02

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو سوریې ته د s-300 ډوله دفاعي راکټي سیسټم ورکول پیل کړي دي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو سوریې ته د s-300 ډوله دفاعي راکټي سیسټم ورکول پیل کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاوروف دغه څرګندونې پرون شنبې د تلې ۷ مه ناوخت مهال د ملګرو ملتونو په مقر ک د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، د روسیې د پوځي الوتکې تر سقوط وروسته، د روسیې د ولسمشر ولادیمیز پوتین په سپارښتنه یې د دغو راکټونو د ورکولو بهیر پیل کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې دا تدابیر په سوریه کې د روسي سرتېرو د بشپړ خوندیتوب لپاره نیول شوي دي.

باید و ویل شي، چې وړاندې په دې اړه د امریکا او اسراییلو غږونه هم راپورته شوي وو، واشنګټن او اسراییل د دغه اقدام په اړه مسکو ته خبرداری ورکړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108713

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108713/

جمهور
  https://www.jomhornews.com