۰

ولسمشر غنی د کرکټ ملي لوبغاړو سره ولیدل

یکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو سره ولیدل او هغوی یې په نغدي جایزه نازولي دي.
ولسمشر غنی د کرکټ ملي لوبغاړو سره ولیدل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو سره ولیدل او هغوی یې په نغدي جایزه نازولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني په ارګ کې د کرکټ ملي لوبغاړو سره ولیدل او هغوی یې  افغانستان اصلي سفیران وبلل.

ولسمشر غني افغان ملي لوبغاړو ته د مبارکۍ تر څنګ د وړتیاوې او هڅې وستایلې او ویې ویل، چې ټول هېوادوال پر تاسو ویاړي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې هند ته پخپل تازه سفر کې یې ان د هغه هیواد د لومړي وزیر نریندرا مودي له خولې د افغان لوبغاړو ډېرې ستاینې اورېدلې دي.

ولسمشر و ویل«هغه هندي ماشوم سره چې ژړل یې ستاسو عکسونه ستاسو د عالي اخلاقو ښکارندويي کوي.»

باید و ویل شي، چې د آسیا جام سیالیو په ترڅ کې هغه مهال چې د افغانستان او هند لوبه برابره شوه، یو هندي ماشوم په ژړا شو، چې تصویر یې پر تلوېزیون او خوله رسنیو هم خپور شو.

د دغه صحنې وروسته افغان لوبغاړي راشد خان او شهزاد محمد ورغلل او هغه هندي ماشوم ته یې د ډاډ تر څنګ انځورونه هم ورسره واخستل او د دوی دغه کار په هند او افغانستان کې ډېر وستایل شو.

د یادونې وړ ده، چې له ملي لوبغاړو سره د ولسمشر په لیدنه کې د کرکټ بورډ مخکني مشر شکرالله عاطف مشعل او د کرکټ بورډ نوي رییس حاجي عزیزالله فضلي هم ګډون درلود.

ولسمشر غني د کرکټ بورډ مخکني مشر عاطف مشعل هڅې هم وستایلې او هغه ته یې د میر مسجدي خان مډال ډالۍ کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي