اندونیزیا کې د شوې زلزلې د مړو شمېر ۸۳۲ تنو ته ورسېد

8 میزان 1397 ساعت 8:20

په اندونیزیا کې د شوې زلزلې او څونامي له کبله د مړو شمېر ۸۳۲ تنو ته رسېدلی او ویل کېږي، چې په دې پېښه کې ښايي زرګونه کسان مړ شوي وي.


په اندونیزیا کې د شوې زلزلې او څونامي له کبله د مړو شمېر ۸۳۲ تنو ته رسېدلی او ویل کېږي، چې په دې پېښه کې ښايي زرګونه کسان مړ شوي وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۵ درجې او تر هغې وروسته څونامي پرون شنبې د تلې ۷ مه د اندونیزیا سولا ویسي ټاپو ولړزوله.

ځايي ادارې وايي، د ژغورنې عملیات پيل شوي چې تر اوسه پورې د ۸۳۲ تنو مړي را ایستل شوي، خو وېره ده، چې د مړو شمېر ښايي زرګونو کسانو ته ورسېږي.

د اندونیزیا مرستیال ولسمشر یوسف کالا هم ویلي، چې له لرې سیمو سره اړیکې پرې شوې او ښايي د مړو شمېر زیات شي.

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني پرون، شنبه په اندونیزیا کې د زلزلې او سونامي له امله د دې هېواد خلکو ته د سر او مال تاوان پر پېښدو خواشیني څرګنده کړې ده.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني ځان د اندونیزیا له خلکو سره په غم کې شریک بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 108715

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108715/

جمهور
  https://www.jomhornews.com