۰

د کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان د نړۍ په کچه اول الرونډر شو

یکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۷
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری او په نړیواله کچه پېژندل شوی لوبغاړی راشد خان په یوه ورځینو لوبو کې د نړۍ د لومړي الرونډر مقام خپل کړ.
د کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان د نړۍ په کچه اول الرونډر شو
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری او په نړیواله کچه پېژندل شوی لوبغاړی راشد خان په یوه ورځینو لوبو کې د نړۍ د لومړي الرونډر مقام خپل کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا تازه د یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه لوبو د الرونډرانو درجه بندي خپره کړې، چې په کې راشد خان په لومړي مقام راغلی دی.

دغه راز په دې رنګکېنګ یا درجه بندۍ کې راشد خان په شل اوریزه لوبو کې د توپ اچونې په برخه کې په لومړي مقام او د پنځوس اوریزه یا یو ورځینو لوبو په دوهم مقام کې ځای لري.

د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سي سي د درجه بندۍ په دغه لېست کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړی محمد نبي بیا په درېیم مقام راغلی دی.

محمد نبي تر دې وړاندې دوهم مقام درلود او د بنګلدېښ شکېب الحسن په لومړي مقام و، خو دا چې د حسن ځای راشد ونیوه نو نبي درېیم مقام ته راغی.

په دې درجه بندۍ کې د نیوزلند میچل سنټنر په څلورم، د پاکستان محمد حفیظ په پنځم، د انګلستان معین علي په شپږم، د سریلانکا انجیلو متویز په اوم او د انګلستان چېرس واکس په اتم مقام راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي