د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ۲۰ تنه منسوبین د لوړو زده کړو تر لاسه کولو له پاره روسیې ته ولېږل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه منسوبینو د تحصلي بورسونو له لارې روسیې ته ولېږل شول.
د کورنیو چارو وزارت د عمومي دفتر رییس پاسوال رحیم الله برهاني وايي، دغه ۲۰ تنه منسوبین نن یکشنبې د تلې ۸ مه روسیې ته روان شول.
نوموړي تر تګ وړاندې له منسوبینو سره لیدنه کې هغوی ته سپارښتنه وکړه، چې له زده کړو سره هم د هغه هېواد (روسیې) ټول قوانین او مقررات په پام کې ونیسي.
برهاني و ویل، چې د روسیې له خوا د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته د تحصلي بورسونو په لړ کې به راتلونکې کې نور پولیس هم دغه هېواد ته د زده کړو له پاره ولېږي.
باید و ویل شي، دغه ۲۰ تنه منسوبین چې د ۱۲ ټولګیو فارغان و، د روسیې د کورګان ښار په معتبره نظامي اکاډمۍ کې په سرحدي څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي او د زده کړو موده به یې شپږ کاله وي.
جمهورخبري آژانس:کابل