۰
د افغانستان مشرانو جرګه:

بلک واټر ته د افغان جګړې سپارل راته د منلو نه دي/ موږ له امریکا سره امنیتي تړون کړی نه له بلک واټر سره

یکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۰
د افغانستان سنا مجلس یا مشرانو جرګه وايي، د امریکا له خوا د افغان جګړې خصوصي کول او بلک واټر امنیتي کمپنۍ ته د دغه جګړې سپارل افغان ولس ته د منلو نه دي.
بلک واټر ته د افغان جګړې سپارل راته د منلو نه دي/ موږ له امریکا سره امنیتي تړون کړی نه له بلک واټر سره
د افغانستان سنا مجلس یا مشرانو جرګه وايي، د امریکا له خوا د افغان جګړې خصوصي کول او بلک واټر امنیتي کمپنۍ ته د دغه جګړې سپارل افغان ولس ته د منلو نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې جرګې نن یکشنبې د تلې ۸ مه په خپله عمومي غونډه کې په دې اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړه او ویې ویل، په هېڅ صورت کې دا ورته د منلو نه دي، چې افغان جګړه دې بلک واټر امریکايي امنیتي کمپنۍ ته وسپارل شي.

د سنا رییس فضل الهادي مسلم یار په غونده کې و ویل، چې په دې ورځو کې یو ځل بیا امریکايي امنیتي کمپنۍ بلک واټر ته د افغان جګړې د سپارولو خبرې کېږي، چې دا کار د افغان ولس له پاره د منلو نه دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل«موږ له امریکا سره امنیتي تړون کړی، نه له بلک واټر امنیتي کمپنۍ سره، افغان حکومت باید له خپل ولس څخه ریښتینی استازیتوب وکړي، او بلک واټر ته د افغان جګړې د سپارلو جدي مخنیوی دې وکړي.»

ښاغلي مسلم یار زیاته کړه، چې د امریکا
نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل«موږ له امریکا سره امنیتي تړون کړی، نه له بلک واټر امنیتي کمپنۍ سره، افغان حکومت باید له خپل ولس څخه ریښتینی استازیتوب وکړي، او بلک واټر ته د افغان جګړې د سپارلو جدي مخنیوی دې وکړي.»
له دولت څخه هم جدي غواړي، چې د سوریې او عراق تجربې په افغانستان کې تکرار نه کړي او د افغان ولس ته دې احترام وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې بلک واټر کمپنۍ ته د افغان جګړې سپارل به نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې په زیان واوړي او امریکا نباید دغه بدختي پر افغان ولس تحمیل کړي.

دغه راز د جرګې یوې بلې غړې ګلالۍ اکبري و ویل، چې امریکا غواړي د افغانستان جګړه بلک واټر کمپنۍ ته وسپاري او دا په دې مانا ده، چې امریکا په افغان جګړه کې ماته خوړلې ده.

نوموړې و ویل، که چېرې امریکا دغه کار وکړي نور امریکا به پر افغان ولس یو ځل بیا جنایت او زوراکۍ ور وتپي.

آغلې اکبري زیاته کړه، چې د امریکا دغه کړنه د افغان ولس د خوښې خلاف عمل دی او حکومت وړاندې تر دې چې امریکا دغه کار وکړي باید جدي مخنیوی یې وکړي، که جګړه به نیمه پېړۍ نوره هم اوږده شي.

د مشرانو جرګې دغه سناتورې خبردارۍ ورکړ، چې امریکا په دې کار سره نه شي کولای افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېږي، بلکې افغان ولس به د امریکا پر ضد راپورته کړي.

د مشرانو جرګې غړي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د بلک واټر امریکايي امنیتي کمپنۍ مشر یو ځل بیا ادعا کړې، چې د امریکا دولت غواړي افغان جګړه دوی ته وسپاري.

دغه شرکت وړاندې هم ورته ادعاوې کړې وې، خو هغه مهال د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له خوا دا خبرې په لکه رد شوې، چې ګنې امریکا افغان جګړه بلک واټر کمپنۍ ته سپاري.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي