د امریکا پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی ۳ سرتېرو ته د افغانستان په ختیځ کې په یوه برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د پوخ له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه پېښه پرون شنبې د تلې ۷ مه د افغانستان په ختیځ کې رامنځ ته شوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په برید کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي، خو د پېښې دقیق ځای او د سرتېرو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.
خبرپانه کې راغلي، چې ورته پېښې به به له افغان ځواکونو او افغانانو د امریکایانو ملاتړ کم نه کړي او نه به هم د ناټو روان ماموریت کمزوری کړي.
امریکايي رسنۍ بیا وايي چې د برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دی ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل