۰
د المان لومړۍ وزیره:

ټرمپ هر څه د ځان او امریکا بولي، دغه سیاست یې نړۍ ته خطر دی

دوشنبه ۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۸
د المان لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل د امریکا ولسمشر د نړیوالو اصولو په ماتولو تورن کړی او د هغه بهرنی سیاست یې د ټولې نړۍ لپاره خطرناک بللی دی.
ټرمپ هر څه د ځان او امریکا بولي، دغه سیاست یې نړۍ ته خطر دی
د المان لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل د امریکا ولسمشر د نړیوالو اصولو په ماتولو تورن کړی او د هغه بهرنی سیاست یې د ټولې نړۍ لپاره خطرناک بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې ویلي ټرمپ هر څه د ځان او امریکا بولي او نه غواړي چې د نړیوالتوب اصولو ته درناوی وکړي.

د مېرکل په وینا، ټرمپ ان په ډېری مواردو کې د ملګرو ملتونو اصول ماتوي او هڅه کوي له دغه سازمان سرغړونه وکړي.

د المان لومړی وزیرې زیاته کړې، کلونه زیار ایستل شوی او د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ د نظم په موخه جوړ شوی دی نو امریکا ته په کار ده، چې د دغه سازمان اصولو ته درناوی وکړي او په نړۍ کې دې دا سیاست نه کوي چې هره خبر باید د امریکا ومنل شي.

انګیلا مېرکل  وايي، د ټرمپ اوسنی سیاست د نړۍ د نظم او راتلونکې لپاره خورا خطرناک دی او د دې اړتیا ده، چې امریکایان په دې برخه کې له سره کتنه وکړي او د خپل هېواد اعتبار په نړیواله کچه وژغوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي