د پکتیا دریو ولسوالیو ته د برېښنا د لېږد پروژه پیل شوه

9 میزان 1397 ساعت 8:16

د پکتیا ولایت دریو ځدران مېشتو ښواک، ګردې څېړۍ او وزې ځدران ولسوالیو ته د وارداتي برېښنا د لېږد او رسونې پروژه پیل شوه.


د پکتیا ولایت دریو ځدران مېشتو ښواک، ګردې څېړۍ او وزې ځدران ولسوالیو ته د وارداتي برېښنا د لېږد او رسونې پروژه پیل شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خبر له مخې د دغه شبکې کار پرون یکشنې د تلې ۸ مه د پکتیا والي او نورو چارواکو له خوا په رسمي ډول پیل شو.

د پکتیا ولایت له رسنیز مرکز څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د برېښنا د دې شبکې په غځولو سره به د یادو ولسوالیو پنځه زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

د پکتیا والي په دې مراسمو کې ویلي، پر دې شبکه پنځه میلیونه امریکايي ډلر لګښت راځي، چې د اسیا پراختیايي بانک یې ورکړي او چارې به یې په ۷ میاشتو کې بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پروژې ۶۵ سلنه توکي سیمې ته رسېدلي او د کار په جریان کې به ۲۱۲۵ د برښنا پایې او ۴۰ ټرانسفارمرونه په بېلابېلو سيمو کې نصب شي.

په ورته وخت کې د پکتیا والي دا هم ویلي، په مرکز ګردېز کې هم د برښنا رسونې پر شبکه کار روان دی چې د شپږو میاشتو په اوږدو کې به بشپړ او ۱۳۰۰۰ کورونه به روښانه کړي.

دغه راز هغه زیاته کړې، د پکتيا په سرحدي ولسوالیو ډنډه پټان او ځاځي اریوب ولسواليو کې هم د لمريزې برښنا لپاره د سيمې پر اوسېدونکو اړونده وسایل وېشل کېږي چې اوس‎مهال یې د کورونو سروې عملاً روانه ده.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 


د مطلب کود: 108762

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108762/

جمهور
  https://www.jomhornews.com