۰
عبدالله عبدالله:

که د امریکا او نړیوالې ټولنې قوي تعهد دوام ولري کړکېچ حل کېدای شي

دوشنبه ۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۷
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، که له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې قوي تعهدات دوام وکړي، نو د افغانستان ستوزه حل کېدای شي.
که د امریکا او نړیوالې ټولنې قوي تعهد دوام ولري کړکېچ حل کېدای شي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، که له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې قوي تعهدات دوام وکړي، نو د افغانستان ستوزه حل کېدای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې په امریکا کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان لا هم د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

عبدالله په خپلو خبرو کې زیاته کړې، تر چې د امریکا، ناټو او ملګرو ملتونو یو قوي تعهد دوام ولري، په افغانستان کې به وضعیت ښه شي.

خو په وینا یې که دغه هېوادونه پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي او افغانستان ته شاه کړي نو لرې نه ده، چې نو ترهګرې ډلې به په هېواد کې پیاوړې شي.

نوموړی وايي، افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي دي، خو سره له دې هم د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رییس یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ترهګرو اصلي مرکزونه په پاکستان کې دي او له دغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي.

نوموړي ویلي دا ثابته ده، چې پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته د بریدونو، روزنې او فعالیتونو زمینه برابروي.

دی وايي،  که نړیوال غواړي ترهګري په بشپړه توګه ختمه شي، نو د پاکستان پر وړاندې دې خپل اقدامات ډېر او فشارونه قوي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي