۰

کونړ کې د ولسي جرګې د یوه نوماندان په کور چاپه وهل شوې

دوشنبه ۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۵
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ کې له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته د یوه نوماند پر مېلمستون چاپه وهلې شوې او درې کسان په کې وژل شوي دي.
کونړ کې د ولسي جرګې د یوه نوماندان په کور چاپه وهل شوې
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ کې له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته د یوه نوماند پر مېلمستون چاپه وهلې شوې او درې کسان په کې وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، چاپه له کونړ ولایت څخه ولسي جرګې ته د نوماندان قاري عطاالله صافي پر مېلمستون تېره شپه وهل شوې ده.

نوموړی زیاتوي، تر اوسه دا نه ده معلومه، چې دغه عملیات د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې تر سره شوي، خو تر اوسه دا نه ده معلومهو چې افغان او که بهرنیو ځواکونو دغه عملیات تر سره کړي.

په ورته وخت کې خپله قاري عطاالله صافي، په دې چاپه کې یې درې خپلوان چې کمپاین یې ورته کاوه وژل شوي دي.

باید و ویل شي، چې له کونړه د درې مېرمنو په ګډون ۳۱ کسانو ولسي جرګې ته ځانونه نوماند کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کونړ

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي