۰

هلمند او ننګرهار کې ۲۵ طالبان او داعشیان وژل شوي دي

دوشنبه ۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
د ملي دفاع وزارت په هلمند، ننګرهار او غزني ولایتونو کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال د ۳۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
هلمند او ننګرهار کې ۲۵ طالبان او داعشیان وژل شوي دي
د ملي دفاع وزارت په هلمند، ننګرهار او غزني ولایتونو کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال د ۳۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان پوځ د هلمند په نادغلي، نوزاد او لښکرګاه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان پوځ د هوايي برید پر مهال بیا ۱۵ داعشیان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي، د غزني په اندو کې د طالبانو په خپل ماین چاودنه کې پنځه طالبان وژل شوي دي.

خو طالبانو د درې واړه ولایتونو د پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي