۰

بهرنیو ځواکونو هلمند کې پر افغان سرتېرو بمبار کړی دی

سی شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۴
راپورنه وايي، بهرنیو ځواکونو هلمند ولایت کې پر افغان امنیتي ځواکونو چې په سیمه کې په عملیاتو بوخت وو، هوایي برید کړی دی.
بهرنیو ځواکونو هلمند کې پر افغان سرتېرو بمبار کړی دی
راپورنه وايي، بهرنیو ځواکونو هلمند ولایت کې پر افغان امنیتي ځواکونو چې په سیمه کې په عملیاتو بوخت وو، هوایي برید کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، د پوځ، ملي امنیت، ملي پولیس او سرحدي پولیس د هلمند ولایت په نادغلي ولسوالۍ کې په عملیاتو بوخت و، چې بهرنیو خواکونو پرې هوايي برید کړی دی.

افغان امنیتي ځواکونه پرون دوشنبې د تلې ۹ مه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده په سمیه کې د طالبانو پر ضد عملیاتو بوخت و، چې د بهرنیو ځواکونو تر هوايي برید لاندې راغلي دي.

ځینې سرچینې وايي، په دغه هوايي برید کې شپږ افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم پر افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید پخلی کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې دقیق معلومات نه دي ورکړي.

ځواک وايي، ښايي کمه مرګ ژوبله اوښتې وي خو په دې اړه پلټنې روانې دي.

په ورته وخت هلمند کې د اېمرجنسي روغتون یوې سرچینې ویلي، چې دوی ته یو جسد او ۲۰ ټپیان وروړل شوي، چې افغان سرتېري دي، خو دا چې دغه سرتېرو ته په دې هوايي برید کې مرګ ژوبله اوښتې او که بل ځای معلومات نه لري.

تر اوسه بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي