۰

عادل المهدي د عراق لومړی وزیر وټاکل شو

چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۷
د عراق ولسمشر یو وتلی سیاستوال عادل المهدي د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.
عادل المهدي د عراق لومړی وزیر وټاکل شو
د عراق ولسمشر یو وتلی سیاستوال عادل المهدي د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عراق ولسمشر برهم صالح، نوي لومړي وزیر عادل المهدي ته د نوي حکومت د جوړلو سپارښتنه کړې ده.

عادل المهدي ته وخت ورکړل شوی، چې په یوه میاشت کې د خپلې کابینې نوي غړي پارلمان تته معرفي کړي.

عبدالمهدي له دې مخکې د ولسمشر مرستیال پاتې شوی او هم یې د نفتو او مالیې د وزیر په توګه کار کړی.

د عراق ولسمشر برهم صالح یو کُرد سیاستوال دی چې د اکتوبر په دویمه د عراق د جمهوري ریاست په سمبولیکه څوکۍ کیناست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي