د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه سیمه کې د هاوان مرمۍ لګېدلي، چې له امله یې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د پښتون کوټ ولسوالۍ د یکه توت په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د کلي اوسېدونکي او طالبان وايي، مرمۍ د ولسي پاڅونوالو له خوا توغول شوي، خو ځايي چارواکي دغه خبره په کلکه ردوي.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یوریش وايي، په پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي، چې ټپي ماشومان د میمنې ښار په روغتون کې تر درملنې لاندې او د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.
جمهورخبري آژانس:کابل