پوتین هند ته ځي او د پنځو ملیاردو تړون به ورسره وکړي

11 میزان 1397 ساعت 11:14

ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په دوه ورځني سفر هند ته ولاړ شي او د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وګوري.


ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په دوه ورځني سفر هند ته ولاړ شي او د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرملین یوه لوړ پوړي چارواکي ويلي، چې پوتین به سبا او بل سبا(پنشنبې او جمعه) په هند کې وي.

د دغه چارواکي په خبره پوتین به د دغه سفر په ترڅ کې د مودي سره وګوري او دغه راز روسیه او هند د پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت تړون هم لاسلیک کړي.

د دې تړون له مخې به روسیه، هند ته د ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم ورکوي او دغه راز به پوتین او مودي پر ځینو نورو مسایلو هم بحث او خبرې وکړي.

پوتین پر داسې مهال هند ته ځي او دغه هېواد ته د ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم تړون لاسلیکوي، چې امریکا وار له مخه هند ته خبردارۍ ورکړی، چې که له روسیې دغه سیستم واخلي نو ښايي د واشنګټن له بندیزونو سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108845

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108845/

جمهور
  https://www.jomhornews.com