پر معروف ولسوالۍ تر موټر بم وروسته وسله وال برید په شاه تمبول شوی

11 میزان 1397 ساعت 12:49

سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت پر معروف ولسوالۍ تر موټر بم وروسته ډلیز وسله وال برید پر شاه تمبول شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت پر معروف ولسوالۍ تر موټر بم وروسته ډلیز وسله وال برید پر شاه تمبول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیتي چارواکي زیاتوي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې (د تلې ۱۰مه) پر دغه ولسوالۍ برید وکړ، چې جګړې د سهار تر څلورو بجو پورې یې دوام درلود.

د کندهار د پولیسو ویاند څارمن ضیا درانی وايي، طالبانو لومړی د هاموي موټر په وسیله د ولسوالۍ له کلېنیک سره نېږدې ځانمرګی برید وکړ او وروسته نور طالبانو پر ولسوالۍ برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې په موټر بم برید کې درې پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

درانی وايي، موټر بم وروسته نور طالبانو د ولسوالۍ د نیولو هڅه کولهو خو د پولیسو له سخت مقاومت سره مخ شوي او پر شاه تمبول شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ په خبره په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم.

په ورته وخت کې ځینې امنیتي سرچینې وايي، په موټر بم برید کې ۷ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو هم پر ولسوالۍ د برید پخلی کړی او ويلي یې دی، چې په ځانمرګي برید او جګړه کې پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108854

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108854/

جمهور
  https://www.jomhornews.com