نیمروز کې ۱۲ پولیس او طالبان وژل شوي دي

11 میزان 1397 ساعت 14:10

سیمه ییز چارواکي وايي، نیمروز ولایت کې د افغان پولیس او طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو غاړو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، نیمروز ولایت کې د افغان پولیس او طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو غاړو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جګړه تېره شپه (د تلې ۱۰ مه) د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې طالبانو په سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ.

د چخانسور ولسوال حبیب الله اسد ویلي، د طالبانو په برید کې شپږ پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

خو په وینا یې د پولیسو په ځوابیه برید کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي، چې جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:نیمروز
 
 


د مطلب کود: 108869

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108869/

جمهور
  https://www.jomhornews.com