۰

افغانستان کې د امریکا یوه الوتکه لوېدلې او ۱۱ تنه په کې وژل شوي

پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۳۸
د امریکا یوه (C-130) ترانسپورتي الوتکه د افغانستان په ختیځ کې لوېدلې، چې په کې سپاره کسان ټول وژل شوي دي.
افغانستان کې د امریکا یوه الوتکه لوېدلې او ۱۱ تنه په کې وژل شوي
د امریکا یوه (C-130) ترانسپورتي الوتکه د افغانستان په ختیځ کې لوېدلې، چې په کې سپاره کسان ټول وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه پرون چهارشنبې د تلې ۱۱ مه لوېدلې او د امریکا د دفاع وزارت په وینا ۱۱ کسان په دې پېښه کې وژل شوي دي.

د ايتلاف امریکايي ویاند ډګروال برېن تریبس ویلي، الوتکه د افغانستان په وخت د سهار په ۳ بجې او ۳۰ دقیقې د جلال اباد له هوايي ډګره تر الوتو لږ وروسته وغورځېده.

د امریکا دفاع وزارت د الوتکو د لوېدیو دقیقه سیمه او دغه راز د وژل شویو کسانو هویت نه دی په داګه کړی، خو راپورنه وايي، دغه الوتکه په ننګرهار کې لوېدلې او په کې وژل شوي کسان شپږ امریکايي پوځیان، پنځه ملکي قراردایان شامل دي.

په ورته وخت کې این بي سي تلویزیون ویلي، په دې پېښه کې د ۵ امریکايي پوځیانو، ۵ قراردادیانو او ۲ ملکي افغانانو په شمول ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د امریکا پوځ او دفاع وزارت تر اوسه د الوتکې په لوېدو کې د طالبانو لاس لرل نه دي تايید کړي، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې دوی د امریکا یوه څلور ماشینه الوتکه غورځولې او ۱۵ کسان یې په کې وژلي دي.

باید و ویل شي، چې له  (C-130) هیرکولس الوتکو څخه د امریکا پوځ عموماً د خپلو پرسونلو د لېږدولو رالېږدولو لپاره کار اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي