۰

د چابهار بندر په اړه درې اړخیزه غونده جوړېږي

پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۶
ټاکل شوې د ایران، افغانستان او هند تر منځ د چابهار سوداګریز بندر په اړه درې اړخیزه غونده جوړه شي.
د چابهار بندر په اړه درې اړخیزه غونده جوړېږي
ټاکل شوې د ایران، افغانستان او هند تر منځ د چابهار سوداګریز بندر په اړه درې اړخیزه غونده جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ایران کې د هند سفیر سهراب کمار ویلي، په دغه درې اړخیزه غونده کې به چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ مه نېټه جوړېږي په بندر کې په روانو چارو، ستونزو او لاس ته راوړنو خبرې کېږي.

نوموړي زیاته کړې، هند غواړي په چابهار بندر کې روان فعالیتونه چټکتیا ومومي او له همدې امله د دغه غونډې د جوړېدو تابیا شوې ده.

کومار ویلي دوی غواړي چې له ایران سره سوداګري پراخه کړي او په ځینو برخو لکه بانکي مسایلو او راکړه ورکړه کې شته ستونزې له منځه یوسي.

باید و ویل شي، چابهار په ایران کې د هند په مرسته د افغانستان لپاره رغول شوی بندر دی، چې په دې وروستیو کې د امریکايي بندیزونو له تهدید سره مخ شوی دی.

امریکا وایي په دې اړه خبرې روانې دي چې پر ایران په راتلونکو بندیزونو کې چابهار هم شامل کړي کنه، خو نهايي پرېکړه لا نه ده شوې.

هند او افغان حکومت بیا هڅې پيل کړې چې دغه بندر له بندیزونو بچ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي