۰
سرچینې:

د طالبانو مشرتابه شوره د سولې کولو او نه کولو په اړه سلا مشورې کوي

پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۷
د طالبانو مشرتابه شوره د سولې کولو او نه کولو په اړه سلا مشورې کوي
راپورنه وايي، د وسله والو طالبانو مشرتابه شورا غړي په خپلو کې په دې خبرو بوخت دي، چې د سولې په پروسه کې شامل شي او که نه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کوټه کې طالبانو ته نژدې سرچینې ویلي، د طالبانو د قیادي شورا غړي له څو ورځو راهیسې په دې موضوع پر خبرو بوخت دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا هم تایید کړې، چې د طالبانو د مشرانو تر منځ د سولې پر موضوع خبرې پیل شوې دي.

د سولې عالي شورا د طالبانو ترمنځ د سولې په اړه روان بحث د سولې لپاره یوه شنه اشاره بولي او هیله څرګندوي چې هغوی به د سولې په ګټه مثبتې نتیجې ته ورسېږي، خو په دې برخه کې یې د پاکستان او ایران همکاري اړینه بللې ده.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو وړاندې له دې طالب ویاند دغه ډول راپورنه رټ بې اساسه بللي دي.

باید و ویل شي، چې اسلام آباد ته د افغانستان د علماو او سولې شوراګانو یوه تللي پنځه کسیزه پلاوي هم له پاکستاني دیني عالمانو غوښتي و، چې د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.

دغه پلاوي ان د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند، د حقانیه مدرسې بنسټ ګر او د طالبانو  د معینوي پلار مولانا سمیع الحق چې پر طالبانو خورا نفوذ لري هم غوښتنه کړې وه، چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو او سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته وکړي.

خپله سمیع الحق هم د دغه خبرې پخلی کړی خو ټینګار یې دا و، چې د امریکا پر ځای چین د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ښه بدیل کېدای شي.

په ورته وخت کې شنوونکي وايي، که چېرې له طالبانو سره د پاکستان او چین له لارې خبرې پیل شي ښايي پاکستاني ملایان یې هم ملاتړ وکړي، ځکه چین او پاکستان نېږدې اړیکې لري او په دې کې د دواړو لورو ګټې نغښتې دي.

باید و ویل شي، چې د طالب مشرتابه تر منځ د سولې پر سر د خبرو راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې په خاطر خپل لس ورځنۍ سفر پیل کړی دی.

نوموړي به افغانستان، سعودي عربستان، اماراتو، قطر او پاکستان ته سفرونه ولري او ټوله هڅه به یې د افغان جګړې پای ته رسول او د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو باندې راڅرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي