۰
دفاع وزیر:

هر امنیتي کس که په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه له دندې به لرې شي

پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي خبراداری ورکړی هغه امنیتي کسان به مجازات کړي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
هر امنیتي کس که په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه له دندې به لرې شي
د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي خبراداری ورکړی هغه امنیتي کسان به مجازات کړي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي بهرامي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، هېڅ امنیتي کس اجازه نه لري، چې د کوم نوماند په ګټه او تاوان د هغوی په چارو کې مداخله وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امنیتي ځواکونو مسوولیت د ټاکنو د امنیت ساتل دي او که چېرته په ټاکنیزو مواردو کې مداخله وکړي نو مجازات به شي.

ښاغلي بهرامي زیاته کړط، هغه منسوبین چې په ټاکنو کې د کوم نوماند پر زیان او یا ګټه په ټاکنیزو چارو کې مداخله وکړي له دندې به ګوښه او عدلي او قضایي ارګانونو ته به معرفي شي.

بهرامي په خپلو خبرو کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه باید د ولسي جرګې په را روانو ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي.

په ورته وخت کې نوموړي دا هم ویلي، چې ملي امنیتي ځواکونه د ټاکنو امنیت ساتلو ته بشپړ چمتوالی لري.

باید و ویل شي، چې د کورنیو چارو وزارت هم خپلو ټولو امنیتي ځواکونو او منسوبینو ته ورته خبردارۍ ورکړی او ویلي یې دي، چې هېڅوک په ټاکنو کې د چا پر ګټه یا تاوان دلاس وهلو حق نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي