امریکا بیا له طالبانو غوښتي، چې جګړه بس او سوله وکړي

12 میزان 1397 ساعت 9:06

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا پر افغان وسله والو طالبانو غږ کړی، چې جګړه بس او د سولې لار ونیسي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا پر افغان وسله والو طالبانو غږ کړی، چې جګړه بس او د سولې لار ونیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت د پميیو له قوله ویلي چې چې د افغانستان د سولې په بهیر کې یوه هڅه پيل شوې ده او افغان طالبان کولی شي چې د خبرو له لارې له دې فرصته استفاده وکړي.

هغه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره واشنګټن کې خبرې کولې ویلي چې طالبان باید د سیاسي مذاکرتو پر مټ د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

نوموړي ټينګار کړي، چې په افغانستان کې باید روانه خونړۍ اوږده او له زیانه ډکه جګړه نوره پای ته ورسول شي او پر ځای یې دغه هېواد ته سوله او ثبات راوستل شي.

په ورته وخت کې له پاکستانه هم جدي غوښتي، چې د افغان جګړې په پای ته رسولو او د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې صادقانه مرستې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که چېرې پاکستان په دې برخه کې صادقانه ګامونه پورته کړي نو امریکا به هم ورسره خپلې اړیکې بېرته ورغوي.

بل خوا ویل کېږي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکایي سیال پمپیو او د ملي امنیت له سلاکار سره په خپرو کې له امریکا غوښتي، چې له پاکستان سره خپلې نظامي مرستې بېرته پیل کړي.

قریشي امریکايي چارواکو ته ویلي، چې په دې سره به د اړیکو په تړاو باور رامنځ ته او پاکستان ژمن دي، چې د ترهګرو پر وړاندې به مبارزه پیل کړي.

خو امریکايي چارواکو ویلي، تر څو چې پاکستان د افغان جګړې د پای ته رسولو، سولې ته د طالبانو په حاضرولو او دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې عملي او صادقانه ګامونه نه وي پورته کړي، له واشنګټن سره به یې اړیکې ښې نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108888

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108888/

جمهور
  https://www.jomhornews.com