۰

د ټاکنو امنیت ته ۵۴ زره امنیتي ځواکونه توظیف شوي دي

پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۲
د کورنیو او دفاع وزارتونو چارواکي وايي، د راتلونکو ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت په موخه ۵۴ زره افغان امنیتي ځواکونه توظیف شوي دي.
د ټاکنو امنیت ته ۵۴ زره امنیتي ځواکونه توظیف شوي دي
د کورنیو او دفاع وزارتونو چارواکي وايي، د راتلونکو ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت په موخه ۵۴ زره افغان امنیتي ځواکونه توظیف شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ځواکونه به د هېواد په کچه د ۵۱۰۰ مرکزونو او ۲۱۰۰۰ ټاکنیزو حوزو امنیت ساتي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن پنشنبې د تلې ۱۲ مه له دفاع وزارت سره د ټاکنو د امنیت په ګډه خبري ناسته کې و ویل، چې ټولو امنیتي، استخباراتي او عملیاتي ارګانونو ته لارښونه شوې، څو هغه راز چې خلک تمه لري، د انتخاباتو د ملي پروسې امنیت ټینګ کړي.

دغه راز هغه دا هم و ویل، چې ان هوايي ځواک به هم د ټاکنو د امنیت په ټيګښت کې برخه اخلي او په دغه ورځو کې چې د ټاکنو پروسه روانه ده، د امنیت د ټينګښت هڅه کوي.

نوموړي دا هم زیاته کړه، چې د نوماندانو د امنیت ساتنې له پاره هم لازم تدابیر په پام کې نیول شوي، خو غوښتنه یې ترې دا ده، چې نوماندان دې له خپلو کمپایني غونډو جوړولو ۲۴ ساعته وړاندې امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.

په ورته وخت کې رحیمي دا هم و ویل، چې دا مهال وسله وال طالبان او نورې ترهګرۍ ډلې تر سخت فشار لاندې دي او په څو ولایتونو کې یې پر وړاندې عملیات پیل شوي، چې درنه مرګ ژوبله هم لري.

د هغه په وینا په وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو تلفات کم شوي خو د وسله والو مخالفینو مرګ ژوبله لوړه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د عملیاتو په برخه کې د افغان ځواکونو او بهرنیانو ترمنځ پوره همغږي شته ده او جګړه تر ډېره د افغان ځواکونو له لوري رهبري کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي