۰
ملي امنیت شورا:

اجازه نه ورکوو، چې افغان جګړه سوداګریزه بڼه خپله کړي

پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۶
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د افغانستان دولت او خلک به په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه ورنه کړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه خصوصي او د سوداګرۍ بڼه خپله کړي.
اجازه نه ورکوو، چې افغان جګړه سوداګریزه بڼه خپله کړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د افغانستان دولت او خلک به په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه ورنه کړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه خصوصي او د سوداګرۍ بڼه خپله کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا داسې راپورونه خپاره شول، چې کې امریکا غواړي افغان جګړه بلک واټر امریکايي امنیتي کمپنۍ ته سپاري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې د افغان جګړې د خصوصي کولو په اړه د خپرو شویو راپورنو په اړه خپله اعلامیه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو او د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو او غیر مسوولو عناصرو د زیاتېدو اړوند بحثونه زیات شوي دي.

خو په وینا یې افغانستان دولت او خلک به په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه ورنه کړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه خصوصي او د سوداګرۍ بڼه خپله کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو لید لوری، هغه اصل چې افغانان خپل راتلونکی په خپله جوړوي، تر پښو لاندې کوي.

 ملي امنیت شورا ویلي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د افغانانو د اساسي حقونو او اسلامي ارزښتونو د ساتلو په لاره کې، په مېړانه قرباني ورکړې او مبارزه کوي.

اعلامیه کاږي، د افغانستان دولت به هېڅکله پر دې مخربو او متضادو بحثونو سترګې پټې نه کړي، بلکې د یو خپلواک هېواد په توګه به د هغو کسانو پر وړاندې چې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو هڅه کوي ټول حقوقي اقدامات و ارزوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي