ولسمشر غني د بلخ چارواکو ته!

بلخ د غلو ځای نه دی هر غل باید په شدت وځپل شي

14 میزان 1397 ساعت 14:33

ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ولایت چارواکو ته په وینا کې و ویل هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې د بلخ ولایت امنیت خراب کړي.


ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ولایت چارواکو ته په وینا کې و ویل هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې د بلخ ولایت امنیت خراب کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر چې د جمعې په ورځ بلخ ته په دوه ورځني سفر تللی نن شنبې د تلې ۱۴ مه د دغه ولایت له چارواکو او مخورو سره په یوه غونده کې دغه څرګندونې وکړې.

ښاغلي غنی په خپلو خبرو کې و ویل« هر غل چې غواړي د بلخ امنیت خراب کړي، ورته وایم غره ته لاړشئ، ځانونه سیندونو ته واچوئ، مزار ستاسو ځای نه دي په ټول شدت به مو په مقابل کې عمل وشي.»

ولسمشر بلخ د قطعې د قوي کولو ډاډ ورکړی او پر والي یې غږ وکړ، چې دا قطعه به یې په واک کې وي تر څو هر غل په شدت سره وځپي.

ده و ویل« پخوا تهدیدات بل ډول و، له اوسنیو تهدیداتو سره فرق لري اوس چې یو مثلث په فاریاب، جوزجان او سرپل کې دی چې بلخ تر تهدید لاندې راولي، بل مثلث بغلان، سمنګان او کندوز کې دی چې د جدي توجه لاندې دی.»

ښاغلي غني ټينګار وکړ، چې افغانانو چې زیان لیدلی د خپلو لنډو فکرونو او وړو رقابتونو له وجې یې لیدلی دی، خو په وینا یې که افغانان یو شي هیڅ قوت نه لیدل کیږي چې هغوی ته ماته ورکړي.

ولسمشر زیاته کړه« د افغانستان په خلکو کې هېڅ لوی اختلافونه نشته، د یو څو چوکیو په خاطر د خدای لپاره افغانستان مه خرابوۍ.»

دغه راز ولسمشر په خپلو خبرو کې راتلونکې ټاکنو ته په شارې و ویل، چې له ټاکنو پرته د ولس د خوښې نظام نه شي راتلای او ټاکنې به د اساسي قانون له ټاکلې نېټې سره سمې تر سره شي.

نوموړي و ویل، چې د ولسي جرګې، ولایتي شورا او جمهوري ریاست کامیاب انتخابات د قانونیت ضامن دي او نور باید د چوکۍ د کلک نیولو عرف ته د پای ټکی کېښودل شي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
 


د مطلب کود: 108959

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108959/

جمهور
  https://www.jomhornews.com