سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، هرات ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب، ډاکتر عارف جلالي ویلي، دا ترافیکي پېښه تېره شپه د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، د یادې پېښې ټپیان چې ټول سړي دي د سرپل، تخار، بادغيس فراه، او هرات ولایتونو اوسېدونکي دي.
د راپورونو له مخې، تېره شپه نهه بجې یوه مسافر وړونکې کرولا له هرات ښار نه د اسلام کلا په لور روانه وه چې د زنده جان ولسوالۍ په رباط پریان سیمه کې یې له یوه زرنج موټرسایکل سره ټکر کړی دی.
ویل کېږي چې د پېښې وژل شوي او ټپیان د ایران پر لور روان وو.
جمهورخبري آژانس:هرات