بشري حقونو کمیسیون:

د ملکي تلفاتو شمېره ۳۰ سلنه لوړه شوې ده

14 میزان 1397 ساعت 15:02

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په افغانستان کې په دې وروستیو کې د جګړو له امله د ملکي مرګ ژوبلې شمېره ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.


د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په افغانستان کې په دې وروستیو کې د جګړو له امله د ملکي مرګ ژوبلې شمېره ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون چارواکي وايي، په جګړه کې ملکي کسان په سیستماتیک ډول په نشه کېږي، چې دا په ښکار د بشر له حقونو سرغړاوی دي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي ویلي«متاسفانه ورځ تربلې ډېر ملکي کسان په سیستماتیک ډول په نښه کېږي چې دا بشردوستانه قواعد ترپښو لاندې کول دي، په تېرو شپږو میاشتو کې زموږ ارزونې راښيي چې په ملکي تلفاتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی او موږ ورته اندېښمن یو.»

نوموړي د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې، چې د ملیکانو ژوند خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي.

صدیقی دغه راز له حکومته وغوښتل، هغه کسان چې د ملکي تلفاتو لامل ګرځي قانوني چلند دې ورسره وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 108964

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108964/

جمهور
  https://www.jomhornews.com