ملي امنيت پاکستان کې جوړ زرګونه جعلي سټېکرونه نیولي دي

15 میزان 1397 ساعت 7:52

د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په ننګرهار ولایت کې څلور کسان له نېږدې ۴۵۰۰ جعلي سټېکرونو سره یو ځای نیول شوي دي.


د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په ننګرهار ولایت کې څلور کسان له نېږدې ۴۵۰۰ جعلي سټېکرونو سره یو ځای نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه په خپره شوې دغه کسان د ننګرهار ولایت په سرحدي تورخم ښارګوتي کې نیول شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه کسانو نېږدې څلور نیم زره سټېکرونه هم تر لاسه شوي او دوی دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

ملي امنیت زیاته کړې، نيول شوو کسانو اعتراف کړى چې دغه جعلي سټېکرونه يې د پاکستان په پېښور ښار کې جوړ کړي او پلان يې درلود کابل ته يې ولېږدوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغو کسانو بيا له دې تذکرو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغليو لپاره ګټه اخیسته چې خپلې موخې ته ونه رسېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108971

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108971/

جمهور
  https://www.jomhornews.com