د سیدآباد ولسوالۍ د سقوط ضد و نقیض راپورنه، امنیه قوماندان هم وژل شوی

15 میزان 1397 ساعت 8:45

د میدان وردګو والي شاه جهان نوري وايي، د دې ولایت پر سیدآباد ولسوالۍ د طالبانو په برید کې امنیه قوماندان او پنځه سرتېري وژل شوي خو ولسوالي نه ده سقوط شوې.


د میدان وردګو والي شاه جهان نوري وايي، د دې ولایت پر سیدآباد ولسوالۍ د طالبانو په برید کې امنیه قوماندان او پنځه سرتېري وژل شوي خو ولسوالي نه ده سقوط شوې.

خو وسله وال طالبان وايي، تر یوې سختې جګړې وروسته یې د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ نیولې او افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه د (تلې ۱۴ مه) د میدان وردګو ولایت پر سیدآباد ولسوالۍ بریدونه کړي دي.

د میدان وردګو د والي شاه جهان نوري پر ولسوالۍ د طالبانو د برید او په کې د دغه ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون د شپږو سرتېرو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی خو وايي ولسوالۍ طالبانو نه ده نیولې.
والي زیاته کړې، چې ولسوالي د افغان ځواکونو په لاس کې ده او هلته نور مرستندویه ځواکونه هم رسېدلي دي.
نوموړي ویلي، چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
دی وايي، طالبانو د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د کابل- کندهار پر لویه لار ماینونه هم ځای پر ځای کړي، چې له امله یې دغه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا یو غړي شریف الله هوتکي ویلي، چې طالبانو د څو ساعتونو له پاره ولسوالي نیولې وه.
هغه زیاته کړې، چې طالبانو د ولسوالۍ د ملي امنیت مدیریت او ځینو نورو ودانیو ته اور ورته کړی او دغه راز یې د کابل- کندهار لویه لار په ځینو برخو کې تخریب کړې ده.
د ولایتي شورا دغه غړی وايي، په سیدآباد ولسوالۍ کې لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده او لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې.
بل خوا په کابل کې د یادې لویې لارې ترانسپورتي شرکتونه هم تاییدوي، چې له تېرې شپې راهیسې د کابل- کندهار لویه لار په سیدآباد ولسوالۍ کې د جګړې له امله تړل شوې ده.

بل خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې د سیدآباد ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده او وايي، زیاتو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

مجاهد په جګړه کې د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 


د مطلب کود: 108974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com