د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شمالي کوریا ته تللی دی

15 میزان 1397 ساعت 10:01

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو شمالي کوریا ته تللی تر څو د دغه هېواد له چارواکو سره د اټومي وسلو پر سر د راپورته شوې لانجې په اړه خبرې وکړي.


د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو شمالي کوریا ته تللی تر څو د دغه هېواد له چارواکو سره د اټومي وسلو پر سر د راپورته شوې لانجې په اړه خبرې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو نن یکشې د تلې ۱۵ مه د جاپان له پلازمېنې توکیو څخه د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانک ته روان شو.

هغه شمالي کوریا ته تر سفر وړاندې له د جاپان له لومړي وزیر شینزو آبه او بهرنیو چارو وزیر تارو کونو سره په توکیو کې پر ځینو مسایلو خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د جنوبي کوریا چارواکو ویلي، پمپيو به د شمالي کوریا له مشر سره د اټومي وسلو د له منځه وړلو پر سر خبرې او بحث وکړي.

ویل کېږي، چې پمپیو به تر شمالي کوریا وروسته جنوبي کوریا ته هم سفر وکړي او د دغه هېواد له ولسمشر مون جائه او بهرنیو چارو وزیر کیوانګ وا سره هم د شمالي کوریا د خبرو په اړه جزیات شریک کړي.

باید و ویل شي، چې دا شمالي کوریا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څلورم سفر دی، چې تر سره کوي یې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108975

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108975/

جمهور
  https://www.jomhornews.com