دفاع وزارت په ۳ ولایتونو کې تر ۵۰ زیات وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ

15 میزان 1397 ساعت 10:39

ملي دفاع وزارت وايي، ننګرهار، فاریاب و فراه ولایتونو کې د افغان پوځ په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې تر ۵۰ زیات طالبان او داعشیان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، ننګرهار، فاریاب و فراه ولایتونو کې د افغان پوځ په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې تر ۵۰ زیات طالبان او داعشیان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د تلې ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان پوځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر داعشیانو هوايي بریدونه کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې هوايي بریدونو کې ۱۹ داعشیان وژل شوي دي.

بل خوا خبرپاڼه وايي، افغان پوځ د فاریاب په قیصار او دولت آباد ولسوالیو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې ۱۹ تنه یې وژلي او په زیاته اندازه وسلې او مهمات یې هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت زیاته کړې، چې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې بیا د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو او داعشیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108980

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108980/

جمهور
  https://www.jomhornews.com