پر غزني، پکتیا او لوګر برېښنا پرې شوې ده

15 میزان 1397 ساعت 11:10

د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د جګړې له امله پر غزني، پکتیا او لوګر ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.


د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د جګړې له امله پر غزني، پکتیا او لوګر ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په سیدآباد ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې جګړې له امله په یاده ولسوالۍ کې د برېښنا مزي پرې شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د مزو د پرېکېدو له امله پر غزني، پکتیا، او لوګر ولایتونو برېښنا پرې شوې، خو په وینا یې چې څنګه هلته امنیت ډاډمن شي، مزيبه بېرته وتړل شي.

برېښنا شرکت زیاتوي، چې د پکتیا او لوګر برېښنا هم پرې شوې ده چې اوس یې د نښلولو چارې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 108981

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108981/

جمهور
  https://www.jomhornews.com