کندهار کې ۳۰ پاکستاني وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

15 میزان 1397 ساعت 11:20

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ۳۰ پاکستاني وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ۳۰ پاکستاني وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیتي چارواکي زیاتوي، چې وسله والو تېره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په شګو ګودر او جهانګیر سیمو کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وایي، وسله وال د سرحدي ځواکونو له سخت ځوابیه برید سره مخ شوي، چې په ترڅ کې یې ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جنرال رازق وایي، په دغه جګړه کې ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي، چې د ده په وینا ټول پاکستانیان دي.

نوموړی وایي، پاکستانی وسله والو غوښتل سرحدي پوستې کمزورې کړي، خو زور یې ونه رسېده او زیات تلفات یې ولیدل.

د کندهار امنیه قوماندان زیاتوي، چې وسله والو خپل مړي او ټپیان نن سهار له ډېورنډ کرښې پورې غاړې ګلستان نومي سیمې ته لېږدولي دي.

جنرال راز د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، چې سرحدي ځواکونه پیاوړي دي او چا ته به اجازه ور نه کړي چې په ورته بریدونو سره دغه مهمې سیمې نا امنه کړي.

باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم له ډېورنډ کرښې سره نېږدې د کندهار ولایت په سرحدي سیمو کې په جګړه کې یو شمېر پاکستانیان وژل شوي و، چې د چارواکو په خبره د پاکستان د ملېشه ځواک سرتېري وو.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 108982

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108982/

جمهور
  https://www.jomhornews.com