د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رییس پر کور د لاسي بمونو برید شوی

15 میزان 1397 ساعت 13:46

د کابل پولیس وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د رییس عبدالعزیز آریايي کور ته لاسي بمونه ورغورځولي دي.


د کابل پولیس وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د رییس عبدالعزیز آریايي کور ته لاسي بمونه ورغورځولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ د نشراتو مشر بصیر مجاهد ویلي دوه تنو تېره شپه (د تلې ۱۴ مه) د کابل د کارته سه په سیمه کې د عبدالعزیز کور ته دوه لاسي بمونه ورغورځولي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی، خو پولیسو یې په اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رییس پر کور داسې مهال د لاسي بمونو برید کېږي، چې د بصیر مجاهد په خبره د هغه د امنیت له پاره ۱۷ امنیتي کسان توظیف شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108988

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108988/

جمهور
  https://www.jomhornews.com