ولسمشر غني هېواد ته د زعفرانو پر واردولو بندیز ولګاوه

15 میزان 1397 ساعت 14:00

ولسمشر محمد اشرف غني د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت په وړاندیز هېواد ته د زعفرانو واردات منع اعلان کړل.


ولسمشر محمد اشرف غني د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت په وړاندیز هېواد ته د زعفرانو واردات منع اعلان کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، ولسمشر غني د افغان زعفرانو د نړیوال نوم ساتنې، د کیفیت ساتنې او افغانستان د زعفرانو د زیات تولید په خاطر افغانستان ته د نورو هېوادونو د زعفرانو او د هغه د پیازو پر وارداتو بندیز لګولی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ولسمشر دغه ګام د کرنې او مالدارۍ وزارت په وړاندیز اخیستی دی، خو وايي د زعفرانو ملي اتحادیې هم څه موده وړاندې له ولسمشر سره په لیدنه کې غوښتنه کړې وه، چې د نورو هېوادونو د زعفرانو پر واردولو باید بندیز ولګول شي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر و ویل، دا چې په دې وروستیو کې افغانستان ته د زعفرانو او د هغو د پیازو قاچاقي واردات زیات شوي، دغه څه ګڼې ستونزې ېږولې دي.

دی وايي له دغه ستونزو څخه یوه یې هم دا ده، چې د افغانستان د زعفرانو ارزښت کم شوی او له بل پلوه یې ډول ډول د زعفرانو ډول ډول نباتي ناروغۍ رامنځ ته کړې دي.

ښاغلي دراني و ویل، چې د دې تر څنګ تر ټولو لویه ستونزه دا وه، چې واردونکي زعفران بې کیفیته دي، چې له افغانستان بېرته د افغاني زعفرانو په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي او دغه څه د افغان زعفرانو نړیوال شهرت ته زیان رسوي، او د افغانستان نوم بدوي.

له دې سره ترڅنګ دراني زیاته کړه، چې د بهرنیو زعفرانو واردولو بل زیان دا دی، چې په دې سره خصوصي سکتور او پانګوال زړه تورې کېږي او په دې برخه کې له پانګوالۍ څخه ډډه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108991

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108991/

جمهور
  https://www.jomhornews.com