د ننګرهار د مرواريد کانال د دوهمې برخې د جوړېدو تړون لاسليک شو

15 میزان 1397 ساعت 14:10

په ننګرهار ولايت کې د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرواريد کانال د دوهمې برخې د جوړونې تړون لاسليک شو.


په ننګرهار ولايت کې د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرواريد کانال د دوهمې برخې د جوړونې تړون لاسليک شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د مرواريد کانال د بيارغونې دغه تړون له جاپاني شرکت «PMS» سره لاسليک شوى دى.

د ننګرهار والي حيات الله حيات نن یکشنبې د تلې ۱۵ مه د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د دغه تړون په مرسته به د کانال په دوهم فاز کې د بيارغونې ګڼې پروژې عملي شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې پروژه دوه میلیونه امریکايي ډالر لګول کېږي، چې چارې به یې په دوه کلونو کې بشپړې شي.

د هغه په وینا په دې کانال کې زابرونه، پلونه، پلچکونه، محافظتي ودانۍ شاملې دي چې د سيمې اوسېدونکو ته به د کار زمينه برابره شي.

باید و ویل شي، چې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د مرواريد په نوم کانال چې ٢٤ کيلومتره اوږدوالى او ١١ متره بر يا سور يې دى.

د دغه کانال لومړۍ برخه په ٢٠٠٣میلادي کال کې پرانېستل شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108992

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108992/

جمهور
  https://www.jomhornews.com