د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې به خپله کونسلګري بېرته پرانیز او افغان مسافرو ته به د وېزې د ورکړې لړۍ پیل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه دغه کونسلګري نن یک شنبې د ت ۱۵ مه پرانستل شي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په جلال آباد کې به خپله کونسلګری سبا دوشنبې د تلې ۱۶ مه پرانیزي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د افغانستان حکومت په جلال اباد کې د امنیت په اړه ډاډ ورکړی او ضروري اقدامات یې کړي دي، نو خپله کونسلګري پرانیزي.
د یادو وزارت په وینا سر له سبا به په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري د ننګرهار او شاوخوا ولایتونو اوسېدونکو ته د تقاضا په صورت کې د خپل هیواد وېزه ورکوي.
باید و ویل شي، چې پاکستان د تېرې اګست په ۳۰ مه په دې نوم چې د ننګرهار والي د کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوي او امنیت یې خوندي نه دی، خپله کونسلګري بنده کړه.
خو هغه مهال د ننګرهار والي و ویل، د پاکستنان د کونسلګرۍ له فعالیته راضي نه دی، ځکه د معلوماتو پر اساس کونسلګري هر افغان ته د وېزې د ورکولو په بدل کې له ۵ زره تر ۲۰ زره پاکستاني روپۍ غواړي.
جمهورخبري آژانس:کابل