پکتیا اوسېدونکي:

د بهرنیو ځواکونو به هوايي برید کې ۳۱ملیکانو ته مرګ ژوبله اوښتې

15 میزان 1397 ساعت 15:01

د سیمې اوسېدونکي وايي، د پکتيا په ګرده څېړۍ ولسوالي کې د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې کابو ۳۰ ملکي کسانو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.


د سیمې اوسېدونکي وايي، د پکتيا په ګرده څېړۍ ولسوالي کې د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې کابو ۳۰ ملکي کسانو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جګړه او هوايي برید پرون شنبې د تلې ۱۴ مه مازیګر مهال د پکتیا د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سوري خېلو سيمه کې شوى دى.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو جګړه چې وروسته بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه کړي دي.

د سنګین ځدراڼ په نوم یوه قومي مشر رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د دوی په خبره په وژل شویو کې لویان، ځوانان او ماشومان شامل دي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال رازمحمد مندوزى پېښه تاييدوي او وايي چې په ياده سيمه کې غرمه مهال وسله والو طالبانو د خوست د کمپاين يا KPF اړوند ځواکونو بريد کړى، يو پيک اپ موټر يې ترې سوځولى او څو تنه يې ټپيان کړي دي.

د هغه په خبره په غبرګون کې يې په سيمه کې هوايي بريدونه شوي او د سيمې د خلکو د مالوماتو پر اساس ورته د شاوخوا دېرش کسانو د وژنې او ټپي کېدو خبر ورغلى دى.

نوموړى وايي تر اوسه په مړو او ټپيانو کې د وسله والو طالبانو د شتون او شمېر په اړه کره مالومات نه لري.

وسله وال طالبان وايي د ګردې څېړۍ ولسوالي په سوري خېلو سيمه کې يې په نظامي ځواکونو بريدونه کړي او ورته د زياتو مالي او ځاني زيانونو اړولو ادعا کوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي تر جګړې وروسته په سيمه کې هوايي بمبار شوى چې په پايله کې يې نهه تنه ملکي وګړي وژل شوي او 25 نور ټپيان دي.

د پېښې ټپيان د 203 تندر قول اردو نظامي روغتون ته لېږدول شوي.

په ورته وخت په خواله رسنیو کې خپاره شوي انځورنه ښيي، چې په دغه برید کې رښتیا هم ملکي خلکو ته زیان اوښتی، ځکه د 203 تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال دادان لونګ د ګردې څیړۍ ولسوالي د سورخېلو سیمې د جګړې د ملکي ټپیانو د تداوي د جريان ليدنې په حال کې دی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 


د مطلب کود: 108995

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108995/

جمهور
  https://www.jomhornews.com