خلیلزاد له ولسمشرغني او عبدالله سره پر سولې خبرې کړې دي

16 میزان 1397 ساعت 8:19

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لیدلي.


د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لیدلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله پرون یک شنبې د تلې ۱۵ مه له خلیلزاد سره په لیدنه  کې د سولې پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسري امنیت د تامین په موخه د افغان دولت د هڅو په اړه یې خبرې وکړې.

خلیلزاد ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې روانې ناندرۍ له سیاسي لارو حل شي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې«هر هغه څه چې خدای تعالی راکړي، د هغو تجربو نه چې په نړیوالو مسایلو کې یې لرم، د هغو تجربو نه چې د سیمې د مسایلو په هکله یې لرم ... د هغو اړیکو نه چې په سیمه او نړۍ کې یې لرم پدې اړه {د افغانستان د سولې د بهیر} به کار وکړم.»

په ورته وخت کې ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان سوله تر هر څه ډېره مهمه ده او د زلمي خلیلزاد هڅې به د سولې لپاره زمینه برابره کړي.

 کابل ته له سفر دمخه ښاغلی خلیلزاد د تېرې شنبې په ورځ په اسلام آباد د پاکستاني چارواکو سره ولیدل، خو څرگنده نه شوه چې د کومو پاکستاني چارواکو سره یې کتلي او د بحث وړ مسایل یې کوم وو.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی سیمې ته د خپل لس ورځني سفر په ترڅ کې عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109003

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109003/

جمهور
  https://www.jomhornews.com