۰
یوناما:

په تېرو ۹ میاشتو کې ۱۰۶۵ ملکي افغانان وژل شوي دي

دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې ۳۵۶۵ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېرو ۹ میاشتو کې ۱۰۶۵ ملکي افغانان وژل شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې ۳۵۶۵ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو دفتر په راپور کې راغلي، چې ملکي افغانانو ته دغه مرګ ژوبله، په ځانمرګو بریدونو، د سړک د غاړې ماین چاودنو او هوايي بریدونو کې اوښتې ده.

د یوناما د معلوماتو پر بنسټ په دغه بریدونو کې په تېرو ۹ میاشتو کې ۱۰۶۵ ولسي خلک وژل شوي او څه باندې ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی وسله وال طالبان او د داعش ډله تورن دي چې په ملکي سیمو کې ماینونه ښخوي او ځانمرګي بریدونه کوي.

ملګرو ملتونو دا کار جنګي جنایت بللی دی او ویلي یې دي، چې د تېرکال په پرتله ځانمرګي بریدونه او د سړک غاړي ماینونو د چاودنې پېښې ۲۱سلنه زیاتې شوي او له دې پلوه ملکي تلفات هم ۴۶سلنه زیاته شوې ده.

یوناما په دې راپور کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې ۵۲ سلنه مسولیت د داعش او ۴۰ سلنه مسولیت د طالبانو په غاړه اچولی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې په لومړنیو شپږو میاشتو کې په هوايي بریدونو کې ۳۵۳ کسان وژل شوي او ژوبل شوي چې د قربانیانو تر نیمایي زیات یې ښځې او ماشومان دي.

راپور وايي، د دغو تلفاتو ۵۲ سلنه د افغان ځواکونو او ۴۵ سلنه د بهرنیو ځواکونو کار بللی دی او وايي درې فیصده نوره یې د دولت د ملاتړو کار دی.

یوناما همدغه راز په افغانستان کې د هوايي بریدونو پر زیاتوالي هم اندېښنه ښودلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي