۰

دفاع وزارت: غزني او پکتیکا کې ۶۸ طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۰
ملي دفاع وزارت وايي، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت: غزني او پکتیکا کې ۶۸ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې ۱۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د غزني په ناوې، ګیلان، واغظ، ده یک، مقر او د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو بمبار کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دواړو ولایتونو کې د شویو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت وايي، په عملیاتو کې څلور شکمن کسان هم نیولي، او د طالبانو پنځه عرادې موټر، دوه عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي