سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې ۱۷ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه نښته تېره شپه (د تلې ۱۵مه) د جوزجان ولایت په قوشتېپې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د جوزجان امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر کمال الدین یاور وايي سلګونو طالبانو په قوشتېپې ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتی پوستو بریدونه وکړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه بریدونو کې شپږ د افغان پوځ سرتېري، یو د ملي امنیت سرتېری وژل شوي او شپږ د ملي اردو سرتېري او څلور سیمه ییز پولیس ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا طالبانو د ملي اردو نمبر ۱ او نمبر ۲ پوستې هم نیولې، چې د بېرته نیولو له پاره یې پلان نیول شوی او ډېر ژر به بېرته ونیول شي.
یاور د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو د سیمې ځايي اوسېدونکو ویلي، چې په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمېره یې نه ده معلومه.
طالبانو هم په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو د بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دوه پوستې یې نیولې، ۱۳ پولیس یې وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو په جګړه کې د خپلو دوه ملګرو د ټپي کېدو پخلی هم کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل