د هوا پېژندنې ادارې ۲۲ ولایتونو کې د سختو سېلابونو راوتلو خبردارۍ ورکړی

16 میزان 1397 ساعت 13:49

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په نېږدې ورځو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.


د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په نېږدې ورځو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن دوشنبې د تلې ۱۶ مه په یوه خبرپانه کې ویلي په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د را وتلو خطر شته دی.

د دغه ادارې د معلوماتو پر وینا، بدخشان، بلخ، تخار، بغلان، قندوز، سمنګان، سرپل، داي کنډي، پنچشېر، کاپیسا، پروان، کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان،نورستان، میدان وردګ، لوګر، غزنی، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دی، چې په کې د زیات اورښت او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کېدای شي.

دغه راز یادې ادارې په سالنګ کې هم له ۲۰ تر ۳۵ میلي متره باران د کېدو وړاندوینه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 109024

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109024/

جمهور
  https://www.jomhornews.com