د امریکا د مرکزي قوماندې مشر پاکستان ته!

طالب مشران په خپله خاوره کې مه پرېږدۍ او د سولې خبرو ته یې وهڅوی

16 میزان 1397 ساعت 13:50

پاکستاني رسنۍ وايي، د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف ووټل له پاکستاني چارواکو دوه غوښتنې کړې دي.


پاکستاني رسنۍ وايي، د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف ووټل له پاکستاني چارواکو دوه غوښتنې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي، جنرال ووټل دغه غوښتې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدنې پر مهال د هغه مخې ته اېښې دي.

ورځپاڼې لیکلي و وټل، قریشي ته ویلي، چې پاکستان دې طالب مشران په خپله خاوره کې نه پرېږدي او په طالبانو کې له خپل نفوذه کار واخلي او د هغوی مشران د خبرو مېز ته راولي.

د دې استدلال په ځواب کې چې پاکستان ممکن پر طالبانو دومره اغېز ونه لري چې هغوی خبرو ته حاضر کړای شي، جنرال ووټل ویلي«دوی دا کار کولی شي، دوی پرې فشار راوړی شي چې خبرو ته کښېني.»

قریشي د امریکا د پوځ او کانګریس غړیو ته ویلي، چې پاکستان ته ورشي او له نژدې وضعیت وویني ځکه د ده په وینا پاکستان کې نور د ترهګرو پټنځایونه نشته، د پوځ دریځ بدل شوی او پاکستان نور په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.

خو ووټل ویلي، په دې کې شک نشته چې پاکستان د خپلې خاورې په ځینو ځانګړو ځایونو په تېره بیا د افغانستان په پوله کې د تروریستانو د له منځه وړلو لپاره عملیات کړي دي خو په وینا یې طالبان لا هم په افغانستان کې بریدونه کولای شي او امریکا ویني چې طالبان د پاکستان په خاوره کې شته او پاکستان ته لازمه ده، چې طالبان وځپي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109026

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109026/

جمهور
  https://www.jomhornews.com