امریکا: په ترافیکي پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي دي

16 میزان 1397 ساعت 14:11

لوېدیځې رسنۍ وایي، د امریکا په نیویارک ایالت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


لوېدیځې رسنۍ وایي، د امریکا په نیویارک ایالت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د امریکا په نیویارک ایالت الباني ته نږدې د یوه لېموزین او یوه بل موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی په لېموزین موټر کې د یوه واده مېلمانه سپاره و، چې له بل موټر سره تر ټکر وروسته له سړکه اوښتی او د یوې لویې مغازې پارېکنګ ته لوېدلی دی.

د نیویارک پولیسو ویلي په پېښه کې ټول ۲۰ تنه وژل شوي، چې ۱۸ یې د لېمورین موټر سورلي او دوه کسان هم په پارکېنګ کې وژل شوي دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109028

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109028/

جمهور
  https://www.jomhornews.com