په کابل کې د اروپايي ټولنې استازی پي یردمیودان وايي، اروپايي ټولنه د افغانستان د ټاکنو بهیر جدي څاري او هڅه کوي چې دا ټاکنې له تېرو هغو توپیر ولري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې پي یردمیودان له بي بي سي سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې له اروپايي هېوادونو پوهان او د ټاکنو په برخه کې تجربه لرونکي کسان افغانستان ته راغلي دي او دوی به په دې برخه کې مشورې ورکوي.
نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنو د روڼتیا لپاره له سیاسي ډلو، رسنیو او مدني ټولنو سره خبرې کوي او اروپايي ټولنه د ټاکنو په ورځ او له هغه وروسته همکارۍ ته چمتو ده.
یردمیودان د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته، چې ټاکل شوې ده راتلونکی پسرلی وشي، په اشارې ویلي، د دې دواړو ټاکنو داسي ازاد او روڼ ترسراوی غواړي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وي.
د اروپايي ټولنې استازی دغه راز هیله څرګنده کړې چې سیاسي ګوندونه یوازې د ټاکنو پر بهیر نیوکه ونه کړي، بلکې دا بهیر وڅاري.
پي یردمیودان د افغانستان پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنې د افغانانو لپاره مهمې بولي او زیاتوي چې ځواکمن سیاسي بنسټونه په تېره د افغان سولې بهیر لپاره مهم دي.
جمهورخبري آژانس:کابل